قاهرہ  (مانند نیوز) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان وئېلي دي د ډي ایټ غړي هېوادونه دې سيمه ايزه مرسته مضبوطه كړي، ترجیحي تجارتي لوظنامه (پي ټي اے) دې فعاله کړي او ډیجیټل تجارت كښې رامخې ته كېدونكې موقعې دې خپلې كړي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ قاهرہ كښې د ډي ایټ تجارتي وزيرانو کونسل څلورمې غونډې ته خطاب کښې وكړه ۔ غونډه كښې وفاقي وزیر جام کمال خان د ډي ایټ پروټوکول آن ډسپوټ سیټلمنټ میکنزم باندې هم لاس ليك وكړو كوم چې د تنظیم ادارہ جاتي مضبوطیا پلو يو مهم ګام دے۔ خپل خطاب كښې وفاقي وزیر د مصر حکومت او تجارت وزير حسن الخطیب مننه وكړ۔ ده د آذربائیجان د ډي ایټ تر ټولو نوي او 9 م غړي په توګه هر كلي كولو سره دا هيله ولرله چې د دوي شمولیت څخه به د تنظیم اجتماعي اقتصادي طاقت زيات شي۔جام کمال خان د ډي ایټ غوندې د سيمه ايز پلیټ فارمز په ضرورت زور راوړلو سره ووئېل سپلائي چېن كښې د خنډانو ، موسمیاتي تغیر او د غلې منډۍ كښې به كمے زياتے په په اجتماعي توګه لرې كول وي۔ جام کمال د ډي ایټ ترجیحي تجارتي لوظ نامې مرکزي کردار د انټرا ډي ایټ تجارت پراختيا لپاره ډېر د اهمیت وړ وګرځولو او د دې موثره نفاذ څخه يې د مکمل ګټې پورته كؤنه ضروري وګرځوله۔۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *