اسلام آباد(مانند نیوز) د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق په سري لنكا، انډونيشيا، ملائيشيا او تھائي لېنډ كښې د سېلابونو له امله په ځاني زيان د ژورې خواشينۍ او افسوس څرګندونه كړې۔ نوموړي د زيارت په ورځ په خپل پیغام کښې د سېلاب ځپلو کورنیو، د هېوادونو له پارلمانونو، خلکو او حکومتونو سره خپله خواخوږي او پیوستون څرګند کړو۔ هغه د سېلاب ځپلو هېوادونو د بيا رغونې او مرستې لپاره د نړيوالې ټولنې په همکارۍ ټينګار وکړو او ويې ويل نړيواله ټولنه بايد د سېلاب ځپلو هېوادونو د مرستې او بيارغونې لپاره په لومړيتوب کې تدبيرونه ونيسي۔ قدرتي آفتونه د موسمياتي بدلون عكاسي كوي٬ دا اړینه ده چې په نړیواله کچه د موسمياتي بدلون له اغیزو مقابلې لپاره یوه ګډه تګلاره غوره شي۔ ده ووئيل پاکستان پخپله د هغو هیوادونو په فهرست كښې شامل دے كوم چې د موسمياتي بدلون له امله اغیزمن کیږي۔ سپيكر د سېلاب ځپليو زر بحالۍ لپاره د اجتماعي هڅو په حاجت زور راوړو۔ ليکنه چليدنه ډي ایټ غري هېوادونه دې سيمه ايزه اقتصادي مرسته مضبوطه كړي ، د تجارت وزير جام کمال خان پي ټي آئي سره د خبرو اترو امکان ختم شوے۔سينيټر رانا ثناء اللہ