لندن۔ (مانند نیوز) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ وئېلې دي هغه د برطانيې وزيراعظم كيئر سټارمر ته هېواد ته د امېګرېشن د مخ نيوي مشوره وركړې ده۔ هغه وئېلې دي كه حاجت پېښ شو نو پوځ استعمال كړې۔ د اردو نيوز تر مخه د امرېكې صدر تېره ورځ لندن كښې خبريالانو ته ووئېل د نورو هېوادونو نه خلق برطانيې ته راځي او ما د برطانيې وزيراعظم ته وئېلې دي كه ستا په ځائے زه ووم نو ما به د هغوي مخه نيولې وه ۔ هغه ووئېل د وطن پرېښودونكو مخ نيوي لپاره د پوځ كارولو بشمول هره طريقه استعمالول غواړي۔ په دې د برطانيي وزيراعظم ووئېل د برطانيي د فرانس سره “يو دې راشي “يو دې لاړ شي” لوظ نامه مهمه ده او دا ثابت كول ضروري ده چې دا نظام كار كولې شي۔ د امرېكې صدر د پرېس كانفرنس په مهال د برطانيې وزيراعظم ووئېل د فرانس سره د كډوالو د ستنېدو لوظنامه موثره كول ډېره مهمه ده دغسې چې هېواد ته د غېر قانوني كډوالو راتګ مخ نيوے اوشي۔؟ د امرېكې صدر ووئېل زه د برطانيې وزيراعظم سره د فلسطين د رياست په توګه په تسليمولو اختلاف لرم ٬ په اصل كښې دا زمونږ د نورو اختلافاتو نه يو دے۔ بل پلو د برطانيي وزيراعظم ووئېل په غزه كښې د روان جنګ خاتمې لپاره د اسرائيل او فلسطين تر مينځه د امن روډ مېپ ضرورت په اړه د ټرمپ او زما موقف يو ډول دے۔ مونږ په دې خبره متفق يو چې د امن او يو واضحه روډ مېپ ضرورت دے ځكه چې د غزه صورتحال د زغملو نه دے۔ ليکنه چليدنه د وزیراعظم محمد شهباز شریف د سعودی فضائي حدود ته په داخليدو تود هركلے بارانونو او سېلاب له امله ځپلې شوي سيمو كښې په مجموعی توګه 51 ګرډ او 579 فیډري ځپلې شوي، 350 فیډري په بشپړه او 222 په جزوی توګه بحال كړې شوي۔پاور ډویژن