د وزیراعظم محمد شهباز شریف د سعودی فضائي حدود ته په داخليدو تود هركلے،د سعودی فضائیه جنګي الوتكو د وزیراعظم الوتكه پخپل حصار كښې واغستله
اسلام آباد 17 ستمبر (اے پي پي) د وزیراعظم محمد شهباز شریف الوتكه د سعودي عرب فضائي حدود ته په داخليدو د سعودي فضائیه جنګي الوتكو هركلے وكړو۔د شورو په ورځ د سعودي عرب دورې لپاره د وزیراعظم الوتكه چې څنګه د سعودی فضائي حدود ته داخل شوه نو د سعودی فضائیه اېف 15 جنګي الوتكو د وزیراعظم الوتكه په خپل حصار كښې واغستله۔ وزیراعظم د سعودي عرب فضائي حدود كښې په تود هركلي د سعودي عرب فرمانروا خادم الحرمین الشریفین شاہ سلمان بن عبدالعزیز او ولي عهد و وزیراعظم شهزادہ محمد بن سلمان مننه وكړه۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *