اسلام آباد (مانند نیوز) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وئيلي دي د بشري خواخوږۍ د نړيوالې ورځ په موقع مونږ د انساني كاركنانو مړانې٬ استقامت او همدردۍ ته پېرزوئنې وراندې كوٶ څوك چې ګرده نړۍ كښې د زياتو شوو بشري بحرانونو په مېنځ كښې خپل ځان د سختې سره په مخ كولو د ستونزمندو او پرېشانه كسانو تحفظ كوي، نن نړيوالې ورورولۍ له د بشري بحرانونو بنيادي وجوهات، چې پكښې جنګونه او شخړې شاملې دي٬ حل كولو لپاره به په نوي عزم بيا د سره رڼا اچول وي۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د بشري خواخوږۍ د نړيوالې ورځ په موقع په جاري پېغام كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ووئيل سياسي ګټې لپاره بې ځايه جارحيت او معتصبانه بيانيه د بشري بحرانونو مهم محركات دي٬ د شخړو په سوله ايز ډول٬ ثالثۍ٬ مكالمې او د سفارت كارۍ د لارې، د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې حل ضروري دے۔ ده ووئيل په غزه كړې قبضې او محاصره د بشري مرستې، ضروري خوراك او تر طبي سهولتو رسنه محدود كولو وګړي ستونزو سره مخ كړي٬ په فلسطين كښې د جاري نسل کشۍ اثرات ډېر ژور دي٬ چرته چې كورنۍ٬ كوچنيان او عام وګړي د تصور نه پرته ستونزو سره مخ دي۔ نړيوالې ورورولۍ له به په سمدستي توګه په غزه كښې بشري صورتحال د نړيوال قانون له مخې حل كول وي۔ ده ووئيل نړۍ له به د هند په غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې روان بحران ته هم خاص پام كول وي٬ په لسيزو اډانه جبر٬ په زورورتيا د خلقو بې كوره كول٬ پخپله خوښه حراستونه، آبادياتي بدلون او د کشميريانو د خپلواكۍ جائز حق په منظم ډول د پښو لاندې كولو هڅو سيمه كښې بشري بحرانونه لا زياتوي۔ نائب وزيراعظم ووئيل د هند لخوا اوبه او نور ضروري وسائل د وسلې په توګه استعمالول يوه نوې خطره په ګوته كوي، كومه چې په منطقه كښې انساني الميه پېدا كولې شي۔ خارجه وزير ووئيل ګرده نړۍ كښې موسمياتي بدلون څخه رامخې ته شوو بشري بحرانونو لپاره مشتركه نړيوال غبرګون ته اړتيا ده٬ په تېرو كلونو كښې موسمياتي بدلون پاكستان په غېر مناسب توګه متاثره كړے دے٬ په پاکستان كښې راغلي سيلابونه او يو ځل بيا د موسمياتي انساني چېلنجز مخنيوي لپاره د نړيوال اقدامات سمدستي ضرورت رامخې ته كوي٬ د ځپلو آبادو مرستې لپاره انساني شراکتونه روان ساتل پكار دي۔ ده ووئيل راځۍ٬ چې مونږ ژوند او د بشري عزت تحفظ او د امن ودې لپاره د خپل لوظ تجديد وكړو٬ زمونږ په وړاندې ډېر چېلنجونه ولاړ دي٬ خو نړيوال يووالے٬ پرېكنده اقدامات او په انصاف او په بشري اصولو عمل كولو سره نړيواله ورورولي ستونزې كمولې شي او ټولو لپاره يو سپېځلے او سوله ايز سباٶن باوري كولو سره د اميد څيره بحالېدې شي۔ ليکنه چليدنه درې اړخيزه ټي ټونټي سيريز او ايشيا كپ لپاره د پاكستان 17 كسيزه سكواډ اعلان كړے شو د روغتيا وزارت پرېكړې نېغ په نېغه په انساني ژوند اثر پرېباسي۔ وفاقي وزير مصطفي كمال