اسلام آباد  (مانند نیوز) د صحت وفاقي وزير مصطفيٰ کمال وئيلي دي د روغتيا وزارت پرېكړې نېغ په نېغه په انساني ژوند اثر پرېباسي دې لپاره به ټولې روانې منصوبې په ترجيحي بنيادونو په ټاكلې موده كښې ترسره كولې شي٬ پاكستان كوم چې په نړۍ كښې د نفوسو په لحاظ سره پنځم لوي هېواد دے، د خپلې آبادۍ د اضافې شرح كمولو لپاره به موثره لائحه خپلول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د قامي روغتيا وزارت د لوړې كچې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د صحت وفاقي سيکرټري ، ايډيشنل سيکرټري ، د صحت ډائريکټر جنرل او نور سينئر چارواكو ګډون وكړو ۔ په غونډه كښې د روانو منصوبو د پېشرفت جاج واخستلے شو۔ ده ووئيل مونږ له ھغه پاليسۍ وضع كولو ته اړتيا ده كومې چې په زياتېدونكې آبادۍ قابو موندلو له مرستياله وي او كومو څخه چې د روغتيا په نظام فشار كمېږي۔ په دې موقع په دې چارو د عملدرامد په لړ كښې په رامخې ته شوو چېلنجز هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *