اسلام آباد (مانند نیوز) د صحت پارلماني سيكرټري ډاكټر نيلسن عظيم وئيلي دي د داروګانو په بېعه كښې زياتوالے نه دې شوے٬ د شوګر او كېنسر د داروګانو هېڅ قلت نشته٬ د جولائي په مياشت كښې د داروګانو د بيعې زياتولو قانوني اجازه ده۔ د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې ډاكټر شرميلا فاروقي او د نورو غړو د لائف سېونګ ډرګز پشمول د انسولين او د كينسر داروګانو كښې تر ډېره حده كمي او د دې په بيعه كښې د اضافې په اړه د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې ډاكټر نيلسن عظيم ووئيل د رېګوليټ كولو اختيار ډرېپ سره دے٬ دا اداره د وفاق په منظورۍ سره د داروګانو د بيعې تعين كوي٬ په هېواد كښې د مئي په مياشت كښې د انسولين او كينسر داروګانو د جنګي حالاتو په سبب كمے ٶ خو اوس حالات سم دي او يو ځاے كښې هم د دې داروګانو كمے نشته۔ ده ووئيل دا داروګان په يو خاص ټمپرېچر كښې ساتلے كېږي او دا په هر ميډيكل سټور نه وي پراته ۔ ليکنه چليدنه د وفاقي وزير محسن نقوي په كرك كښې د ايف سي اهلكارو په ګاډي د ترھګر بريد غندنه٬ د شهيد اهلكارو كورنيو سره غمرازي نادرا څخه د قومی شناختی کارډ په اجراء كښې د تاخیر، بدعنوانۍ او غیر ضروری اعتراضونو 19 زره څخه د زياتو کېسونو انکشاف شوے ۔ د كورنيو چارو وزارت