اسلام آباد (مانند نیوز) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په كرك كښې د اېف سي اهلكارو په ګاډي د فتنة الهندوستان ترهګرو بريد غندلو سره د شهادت درناوې ترلاسه كوؤنكو درې اهلكارو او ډرائيور ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د كورنيو چارو وزارت لخوا د شورو په ورځ د جاري شوي بيان له مخې محسن نقوي ووئيل لانس نائیک محمود شاہ، سپاهی شاهد، سپاهی رؤف او ډرائيور شاه پور د شهادت مرتبه ترلاسه كړې۔ ده ووئيل د شهيدانو غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كوو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير ووئيل د شهيد شوو اهلكارو سترې قربانۍ ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوو۔ ده ووئيل د شهيدانو قربانۍ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ عزم لا مضبوطوي۔ محسن نقوي ووئيل د شهيدانو د غمجنيو كورنيو په غم دړد كښې يو برابر شريك يوو او دوئي سره ولاړ يوو۔ ليکنه چليدنه د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف ته د تركيه اعليٰ عسكري اعزاز “ليجن آف ميرټ آف دي ترك آرمډ فورسز” وركړے شو د داروګانو بېعې نه د زياتې شوي ٬ د شوګر او كېنسر د داروګانو هېڅ قلت نشته۔ د ډاكټر نيلسن عظيم قامي اسمبلۍ كښې ځواب