ګلګت (مانند نیوز) وزیراعظم شهباز شریف سره د ګلګت بلتستان ګورنر سيد مهدي شاه د ګل په ورځ دلته ملاقات وكړه په كوم كښې چې هغه د اوسنيو بارانونو په نتيجه كښې د سېلابي صورتحال او ددې د لاسه د شوو زيانونو په اړه بريفنګ وركړو۔ د ګل په ورځ د پي اېم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف ته ګورنر سيد مهدي شاه د اوسنيو بارانونو په نتيجه كښې د سېلابي صورتحال او د دې د لاسه د شوو زيانونو په اړه بريفنګ وركړو۔ ده وزيراعظم په ګلګت بلتستان كښې په روانو پرمختيائي منصوبو پېشرفت او روانې امنيتي وضعې په اړه هم خبر كړو۔ په ملاقات كښې د بارانونو او سېلاب پېښو كښې په حق رسېدليو لپاره د بخښنې دعا وكړی شوه۔ ليکنه چليدنه د آئی ایس پی آر سمر انټرنشپ 2025 كښې شامل د خېبر پښتونخوا بېلو پوهنتونونو زدكونكو د د قلعه بالا حصار دوره وكړه د پاك بحريه مشر ايډمرل نويد اشرف ته د تركيه اعليٰ عسكري اعزاز “ليجن آف ميرټ آف دي ترك آرمډ فورسز” وركړے شو