اسلام آباد (مانند نیوز) د آئی ایس پی آر سمر انټرنشپ 2025 كښې شامل د خېبر پښتونخوا بېلو پوهنتونونو زدكونكو د د قلعه بالا حصار دوره وكړه ۔کله چې زده کوونکي ورسېدل، نو هغوی ته د بالا حصار قلعه د تاریخي پس منظر او د سولې او پرمختګ لپاره د فرنټیر کور خیبر پښتونخوا نارتھ د هڅو په اړه یو مفصل بریفینګ ورکړې ۔د فرنټیر کور خیبر پښتونخوا نارتھ چارواکو د امنیت، امن او پرمختیائي پروژو په اړه د زده کوونکو پوښتنو د تفصلي ځوابونه ورکړل۔ زده کوونکو د پاکستان پوځ او د فرنټیر کور خېبر پښتونخوا نارتھ غازیانو او شهیدانو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔زده کوونکو د بالا حصار په موزیم کښې د تاریخي دور ، شهیدانو او کلتوري ګيلریو په كښې خوښي ولرله ۔زده کوونکو دا سفر ګټور وګرځولو او د پاکستاني پوځ او د فرنټیر کور خېبر پښتونخوا نارتھ مننه ئې وكړه ۔د پېښور پوهنتون زده کوونکې حورالعین ووئیل چې د هېواد په دفاع کښې پاك پوځ او فرنټیر کور خېبر پښتونخوا نارتھ د بهادرو ځوانانو وینه په هره ذره کښې شامله ده چې د هر خطر څخه بے وېرې د هېواد دفاع لپاره ولاړ دي۔دغسې د د پېښور پوهنتون سیدیه فضا علي خپل احساسات څرګندونه وكړه چې د بالا حصار تاریخ د فرنټیر کور خېبر پښتونخوا نارتھ د بهادرۍ قصو څخه ډك دے ۔ همنا شهزاد ووئیل چې د نننۍ دور څخه مونږ ته معلومه شوه چې فرنټیر کور خېبر پښتونخوا یواځې د دفاع لپاره نه، بلکه د خلکو د پرمختګ او سوکالۍ لپاره هم کار کوي۔ يوي بلې زده کوونکې لایبه حبیب ووئیل چې دې دورے څخه مونږ ته د بالا حصار د تاریخ د لیدلو او پوهېدلو عملي موقع ترلاسه شوي كومه چې زموږ لپاره د ویاړ وړ خبره ده۔ ليکنه چليدنه د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال د چين نائب خارجه وزير سن ويډونګ سره ملاقات وزيراعظم سره د ګورنر سيد مهدي شاه ملاقات٬ د سيلابي صورتحال او زيانونو په اړه بريفنګ