اسلام آباد  (مانند نیوز) د پاكستان سپر ليګ 10 كښې سبا د زيارت په ورځ مېچ د لاهور قلندرز او پشاور زلمي تر مينځه كېږي۔ د پاكستان كركټ بورډ(پي سي بي) تر سېوري لاندې د پي ايس ايل 10 ايډېشن كښې د خوندورو مقابلو لړۍ روانه ده۔ د ليګ په 14 م مېچ كښې به د زيارت په ورځ لاهور قلندرز پشاور زلمي ته په قزافي ستېډيم كښې يو بل ته مخا مخ كېږي او د كركټ مېچ ګټلو هڅې به كوي۔ لاهور قلندر په څلورو مېچونو كښې دوه ګټلي او دوو كښې ماتې سره مخ شوي٬ د قلندر لوب ډلې مشري شاهين شاه افريدي كوي۔ دغسې د پشاور زلمي مشري بابر اعظم كوي۔ پشاور زلمي څلور مېچونه كړي چې پكښې دريو كښې ماتې سره مخ شوي دي

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *