اسلام آباد (مانند نیوز) وزیراعظم شهباز شریف د 20 اربه روپو رمضان ریلیف پېکج پرانستنه وکړه کوم چې د تیر کال 7 اربه روپو پېکج په مقابله كښې 3 چنده زیات دے، د دے پېکج لاندے په ټول هېواد کښې به 40 لکه مستحقو کورنیو ته په سپېځلي ډول او د ډیجیټل والټ له لارې 5 ٬ 5 زره روپۍ وركولې شي۔ د رمضان ریلیف پېکج 2025 د اجرا کولو دستوره د اتوار په ورځ وشوه۔ وزیراعظم بټن وهلو سره د ډیجیټل والټ پرانستنه وکړه۔ په دستوره كښې وفاقي وزیرانو رانا تنویر حسین، عطاء تارړ، احسن اقبال، علی پرویز ملک، شزا فاطمه خواجه او د سټیټ بانک ګورنر او نور اعلې چارواكو ګډون وكړو۔ په دستوره كښې د رمضان پېکج 2025 په اړه ځانګړې دستاويزي فلم وښودل شو٬ د اطلاعاتو وزارت لخوا په رمضان پېكج جوړه كړې شوې خصوصي وېډيو هم وښودلې شوه۔ وزیراعظم دستورې ته خطاب كښې ووئيل د روژې مباركه مياشت كښې 40 لکه مستحقو کورنیو او 2 وركړه وګړو مستحق وګړو ته د ډیجیټل والټ له لارې د 5 ٬ 5 زره روپو وركولو انتظام شوے دے۔ ده ووئيل چې داسې كسان چې سفېد پوش دي او چاته لاس نه نيسي د هغوي به مرسته كولې شي۔ په دې كال كښې نزدې 20 اربه روپۍ دې پېكج لپاره بېلې كړې شوي دي۔ وزيراعظم ووئيل دا رقم تېر كال 7 اربه روپۍ ؤ كوم چې 20 اربه روپو ته رسولې شوې دې۔ ده ووئيل دا رقم به د روژې مياشتې په اولنۍ عشره كښې په سپېځلي ډول او د ډيجيټل والټ له لارې وېشلې شي۔ ده ووئيل د دې به بشپړه نګراني كولې شي۔ وزيراعظم په دې تكنكي مرسته كښې د سټېټ بېنك آف پاكستان ٬ نادرا ٬ بي آئي اېس سي ٬ وزارتونو٬ ټېك كمپنيز او نړيوالو پوهانو مننه وكړه كوم چې شپه او ورځ كار كولو سره دا نظام معارفي كړو۔ وزيراعظم د خزانې وزري او د چوهدري امداد بوسال هم مننه وكړه۔ ده په مدرسه حقانيه اكوړه خټك كښې د چاؤدنې پېښې غندنه كولو سره د مولانا حامد الحق او د نورو كسانو په شهادت د زړه له كومي غمرازي وكړه۔ ده ووئيل حامد الحق د مدرسې ديني تعليماتو حوالې سره يو اعلی مقام لرلو۔ ده ووئيل مونږ د افسوس وړ دې پېښې سخته غندنه كوو او هيله لرؤ چې د كے پي حكومت به پېښه كښې د ككړو عناصرو په ضد كارروائي كولوس ره ذمه وارو ته سخته سزا وركړي۔ وزيراعظم ووئيل په كال 2018 كښې ترهګري په بشپړه توګه ختمه شوې وه۔ او دې لپاره 80 زره نه زياتو وګړو ٬ د پاك پوځ افسرانو او اهلكارو د خپلو ځانونو قربانۍ وركړې خو په دې وروستيو ورځو كښې يو وارې بيا ترهګرۍ سر پورته كړې دې۔ ده ووئيل د روژې مياشتې بركت ٬ د پاكستان د 24 كروړه اولس دعا او د وسله والو ځواكونو د قربانيو د لارې به يو وارې بيا ترهګري ختمه كړې شي او مونږ ته به تر هغه وخت آرام رانشي تركومې چې مو د دې نوغې ويستلې نه وي۔ ده ووئيل چې د اربونو روپو د محصولاتو كېسونه ځنډ سره مخ دي ٬د كرپشن د لارې اولس پېسه لوټ كړې شوې ده۔ ده ووئيل د روپۍ او ډالر په بيعه كښې زيات فرق راغلے دے۔ ده ووئيل مونږ چې كال د ښکېلو عناصرو په ضد اقدام وكړو نو خلکو له محکمو څخه امتناعي امر راوړو۔ ده وئيل مونږ نوے نظام جوړ كړے دغسې چې ستونزې څخه بهر شوو۔ ده ووئيل مونږ د نوې قانون لا لارې د 500 اربه روپو بېرته راوړلو هدف ټاكلے دے او ددې پېل د سندھ هائي كورټ د امتناعي حكم ختمولو سره شوې دې۔ ده ووئيل د سټېټ بېنك ګورنر ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم كوم چې په يوه ورځ كښې 23 اربه روپۍ بېنكونو ته بېرته راوړلې۔ دغسې د اېف بي آر چيئرمېن كردار هم دستائنې وړ دے۔ په دې موقعه وزيراعظم د هیواد پرمختګ، امنیت او سوکالۍ لپاره دعا هم وكړه۔ دې څخه وړاندې د صنعت وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د پروګرام په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل دا پروګرام اړوندو ادارو خواري كولو سره 20 ورځې كښې تيار كړے دے۔ ده ووئيل په سپېځلي ډول به 40 لكه مستحقو كورنيو ته دا مرسته رسولې شي۔ ده ووئيل د چينو بيعه كښې به كمې هم كولې شي۔ د تحصیل په كچه به د شوګر ملز مالکانو لخوا 600 سټالونه لګولې شي چرته به چې چيني 130 روپۍ في كلو وركولې شي۔ ده ووئيل یوټېلټی سټورز ته د سبسډي وركولو په ځائې هدايت شوے دے چې د خوراك څښاك څيزونه دې اولس ته په 15 فيصد رعايتي بيعه وركړې شي۔ ليکنه چليدنه فيصل بن فرحان سره د بلغاريه او ملائيشيا د خارجه وزيرانو ټيليفوني تماس ٬ په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه د روژې مباركه مياشت دې مونږ ټول لپاره د رحمت ٬ بخښنې او خلاصي سبب وګرځي: سيد يوسف رضا ګيلاني