اسلام آباد(مانند نیوز) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې پاك پروردګار دې د روژې مباركه مياشت مونږ ټولو لپاره د رحمت ٬ بخشنې او خلاصي سبب و ګرځوي٬ د روژې مباركې مياشتې اصل مقصد صبر ٬ زغم ٬ يوالي او سماجي خېر ښېګړې ته وده وركول دي۔ د خالي په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل د روژې مباركې مياشتې په پېل ټول قام او اسلامي نړۍ له مباركي وركوم۔ ده ووئيل دا مياشت د پاك پروردګار لخوا يوه لويه ډالۍ ده٬ دا د بركتونو ٬ رحمتونو او بخښنې مياشت ده كومه چې مونږ ته د صبر٬ زغم ٬ شكر ٬ ايثار او قربانۍ درس راكوي۔ ده ووئيل په دې مياشت كښې مونږ بايد د خواوشا مستحق وګړو خاص خيال وساتؤ۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے مونږ ته د دې مياشتې بركتونو څخه د مستفيد كېدو توفيق راكړي۔ زمونږ هېواد دے د پرمختګ په لاره روان كړي۔ ده ووئيل پاك پروردګار دے وكړي چې دا مياشت زمونږ لپاره د رحمتونو ٬ بخښنې او خلاصي سبب وګرځي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *