اسلام آباد (مانند نیوز) لنډ مهاله قونصل جنرل (برمنګھم) کامران ملک د كېنسر رنځ له امله په حق ورسېد۔ د خارجه دفتر لخوا د هغه په مړينه غمراي ښكاره كړې شوې ده۔ د ګل په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا په جاري شوي بيان كښې ووئيلې شوو چې زمونږ ډېر نزدے ملګرو لنډ مهاله قونصل جنرل كامران ملك د كېنسر رنځ له امله د فرروۍ په 16 مه نېټه په حق رسېدلے دے۔ وياند ووئيل كامران ملك په خپل ټول كيريئر كښې بشپړې خوارۍ او جذبې سره د پاكستان خذمت وكړو٬ هغه د سفارتي صلاحيت ٬ شفقت او د فرض ادا كولو عزم په خپلو ملګرو تل له پاتې كېدونكې نقوش پرېښودلې دي۔ هغه په سختو حالاتو كښې هم د خپل فرض ترسره كولو په مهال د لچك ٬ نرمۍ او خوش اخلاقۍ څرګندونه وكړه۔ وياند ووئيل مونږ په دې سخت وخت كښې د كامران ملك كورنۍ ٬ ملګرو او مينه والو سره غمرازي كوؤ۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *