د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د سعودي ميډيا وزير سلمان بن يوسف الدوسيري سره ملاقات٬شريك پروډكشن٬سندرو٬فلم او ډاكومنټري جوړولو لپاره كمېټۍ جوړولو ته اتفاق رياض 19 فروری (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ الله تارړ د سعودي ميډيا وزير سلمان بن يوسف الدوسيري سره د شورو په ورځ ملاقات كړے ٬د ملاقات په مهال شريك پروډكشن٬سندرو٬فلم او ډاكومنټري جوړولو لپاره كمېټۍ ته صلاح يوه شوه ۔وفاقي وزير د سعودي عرب د ميډيا وزير له د سعودي ميډيا فورم په څلورم ايډېشن كولو مباركي وركړه۔په ملاقات كښې د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د ميډيا په څانګو كښې اړيكو ته ودې وركولو او شريكې مرستې په زياتولو د خيالاتو څرګندونې سره دواړو لارښودو غلط معلومات او د ډنډورو مخ نيوي لپاره په ګډه د كار كولو په اهميت زور راوړو۔په دې موقع د اطلاعات وزير ووئيل سعودي عرب زمونږ دويم كور دے٬د دواړو هېوادونو ترمينځه مرستې زياتولو سره به سيمه كښې امن او استحكام ته وده ترلاسه شي۔وفاقي وزير ووئيل د سعودي وژن 2030 مرستې پشمول په بېلو څانګو كښې اړيكو قوي كولو له لوظي يو۔ده ووئيل پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د ډيجيټل سرمايه كارۍ او تكنيكي مرستې په زړه پورې موقعې شته۔عطاﺀ الله تارړ ووئيل د سعودي ميډيا فورم تر سيوري لاندې كنفرنس يوازې يوه دستوره نه بلكې دا د پاكستان پشمول د ټولې نړۍ ميډيا لپاره يوه موقع ده چې پكښې هغوي د شريكې مرستې نوې لارې ولټوي۔ده ووئيل د سعودي عرب شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ كښې د سعودي وژن 2030 اهداف سر كولو له هلې ځلې كېږي۔د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د سعودي عرب په مثالي پرمختګ كښې تاريخي كردار ترسره كړے۔د هغه دې صلاحيتونو ته پېرزوئنې وړاندې كوم۔وفاقي وزير ووئيل وژن 2030 ترمخه سعودي عرب د ټولو څانګو د هلو ځلو مركز جوړ شوے۔ده ووئيل د سعودي عرب او پاكستان ترمينځه اړيكې په اقتصادي شراكتدارۍ بدلېږي٬په دې موقع د سعودي د ميډيا وزير ووئيل د سعودي عرب پاكستان سپريم كوآرډينيشن كونسل راروانه غونډه به پاكستان كښې كېږي۔ده ووئيل ګڼ شمېر پاكستانيان د سعودي عرب په پرمختګ كښې كردار ترسره كوي۔پاكستان سره د اطلاعات پشمول په ټولو څانګو كښې مرستې ته وده وركوو۔ ليکنه چليدنه د خارجه دفتر وياند د قونصل جنرل كامران ملك په مړينه خواشيني اوښودله د پېښور پشمول د خېبر پښتونخوا بېلو سيمو كښې د باران لړۍ روانه ده