اسلام آباد (مانند نیوز) د توان وفاقي وزير سردار اوېس احمد خان لغاري د كشمير يووالي ورځ په موقع په خپل پيغام كښې وئيلي چې د مقبوضه جموں کشمير اولس د 7 لسيزو راهسې د هندي پوځ د جبر او ظلم سره مخ دې،مقبوضه کشمير كښې په وګړو ظلم روان دے،هند په مقبوضه کشمير كښې د آبادۍ تناسب سره تر ټولو زيات عسكر تعينات كړې دي۔ده ووئيل مقبوضه کشمير كښې د انسانيت قتل كيږي،ملګرو ملتونو کشميريانو له حق وركړې چې هغوي د خپل سباؤن پريګړه وكړي،مونږ د کشميريانو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو هلو ځلو كښې د هغوي سره ولاړ يو،مونږ به د كشمير مسئلې تر حل د کشميريانو سره د يووالي څرګندونه كوو۔د توان وزير اوېس لغاري ووئيل د سيمي امن او امان لپاره ضروري ده چې کشميريانو له د هغوي جمهوري حق وركړې شي دغسې چې د هند ظلم و بربريت ختم شي۔ ليکنه چليدنه د تھائي لينډ وزيراعظم به 5 فرورۍ څخه د چين 4 ورځنۍ سركاري دوره كوي د پاكستان او چين ترمينځه مرستې ته وده وركولو لپاره د تفاهم درې يادښتونه لاس ليك شول