بیجنګ/اسلام آباد (مانند نیوز) د پاكستان او چين ترمينځه د تفاهم درې يادښتونو لاس ليك كېدو دستوره د چين په پلازمينه بيجنګ كښې وشوه۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په دستوره كښې صدر مملكت آصف علي زرداري ٬ نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار او د سندھ وزيراعلی سيد مراد علي شاه ګډون وكړو۔ په دستوره كښې د پاكستان د ټھټه سيمنټ كمپنۍ او د چين د چنګ ګانګ كنسټركشن ګروپ ترمينځه اېم يو لاسك ليك شوه چې له مخې به يۍ په پاكستان كښې د سيمنټ په پېداوار كښې د روزانه په بنياد 5000 ټنه اضافې لپاره پروډكشن لائن لګولې شي۔ د سندھ د توان څانګې او د چين د منګ يانګ د تجديد وړ توان كمپنۍ ترمينځه د تفاهم يادښت هم لاس ليك شو۔ د دې له مخې به په پاكستان كښې د تجديد وړ توان په بېلو منصوبو كښې مرسته كولې شي۔ په دستوره كښ د سندھ حكومت او د چين كمپنۍ ترمينځه د كوئلې ګيسي فيكشن او د يوريا پېداواري پلانټ منصوبې يادښت هم لاس ليك كړے شو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *