لاهور (مانند نیوز) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي 24/7 اوپن پاسپورټ آفس ګارډن ټاؤن سمسدتي دوره وكړه۔د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د پاسپورټ جوړولو لپاره راغلو وګړو سره ملاقات وكړو او هغوي څخه ئې د پاسپورټ جوړولو عمل په اړه پوښتنه وكړه، پاسپورټ جوړولو په عمل د اطمينان څرګندوني سره وګړو ووئيل 24 ساعته پاسپورټ آفس پرانستلو سره رش ختم شوې۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي بېل کاؤنټرز ته لاړو او وګړو سره ئې خبري اتري وكړي۔ده د ځيني وګړو د مسئلو په موقع حل کولو احکامات جاري كړل، ځيني وګړو سيمه كښې د ايجنټ مافيا ګيلې وكړي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير په سمدستي توګه نوټس اخستلو سره اېف آئي اے نه په سمدستي توګه د کريك ډاؤن حکم وكړو۔ده ووئيل د وګړو سهولت تر ټولو زيات عزيز دې، پاسپورټ ترلاسه كيدو كښې د تاخير د ګيلو به هم آزاله كولې شي دغسې د وګړو اعتماد زما لپاره د اطمينان وړ دے۔ ليکنه چليدنه وزیر اعظم شهباز شريف په مصر كښې د ډي ايټ سرمشريزه غونډه كښې له ګډون څخه وروستو هېواد ته راستون شو وزیراعظم محمد شهباز شریف په امنيتي پوسته د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه