اسلام آباد (مانند نیوز):پاکستان ایئر پورټ اتھارټی د دې خبرې سپيناوې كړې دې چې د اسلام آباد نړيوال هوائي ډګر په شمول د هېواد په ټول هوائي ډګرونو آپريشنز د معمول له مخې روان دي٬ په اسلام آباد هوائي ډګر د نړيوالو مسافرو تر 72 ساعتونو د پاتې كېدو خبرونه بې بنسټه دي۔ د اتوار په ورځ دې ځاے څخه د جاري شوي بيان له مخې د پاکستان ایئر پورټس اتھارټی وياند ووئيل چې په اسلام آباد نړيوال هوائي ډګر د نړيوالو مسافرو پاتې كېدو سره اړوند خبرونه بېخي بې بنسټه دي۔ اولس ته خواست دے چې هغوي خبرونو لپاره يوازې د باور وړ وسيلې وكاروي۔ ليکنه چليدنه د اسلام آباد هائي کورټ د امر پابند يوو، د هيڅ قسمه جلوس، دھرنې او لاريون اجازه وركولې نه شوو۔ د داخله چارو وفاقي وزير بيرسټر ګوهر سره خبرې نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د بيلاروس خارجه وزير ميكسم رائزنكوف ملاقات