رياض (مانند نیوز) د سعودي عرب فرمانروا خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز ګڼو نوموړو غير ملکي لوبغاړو له د سعودي شهريت وركولو منظوري وركړې ده،دا اقدام د وژن 2030 ترمخه د سپورټس څانګې ته ترقي وركولو لپاره د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د وژن له مخې شوې دے۔اردو نيوز له مخې كومو لوبغاړو له چې د سعودي شهريت وركړې شوې په هغې كښې د امريکې د فټبال پليئر مريم التميمي، حارث ضمك،عبدالباسط ،سليمان عبدالله ، محمد بن دائود تولو، عبدالله ابکر محمد، د برتانيې د ټينس پليئرعيسٰي شيرعلي، فرانس د ټينس پليئر ميسان حسين، ګالفر شهير جيو موسيٰ عارف او د سوريه تسنيم القصاب شامل دي۔دا خبره دې ياده وي چې سعودي عرب د وژن 2030 ترمخه سکلډ پروفيشنلز لپاره شهريت پرانستلې دے چې مقصد ئې د هېواد اقتصادي او سماجي پرمختګ زياتولو له غير معمولي هنر راغب کول دي۔ ليکنه چليدنه د اسلام آباد نه تر پېښور په اېم ون، کوټ مومن اېم ټو، ډي آئي خان اېم 14، سوات موټروے او تھاکوټ اي 35 باندې د باران سلسله روانه ده د سرحدي سيمو (سېفران) وفاقي وزير انجينئر امير مقام سره د افغان ناظم الامور سردار احمد خان شكيب ملاقات