اسلام آباد (مانند نیوز ) نېشنل هائي ويز اينډ موټر وے پوليس وئيلي دي د اسلام آباد نه تر پېښور په اېم ون، اسلام آباد نه تر کوټ مومن اېم ټو، اسلام آباد نه تر ډيره اسماعيل خان اېم 14، اسلام آباد نه تر سوات موټروے او اسلام آباد نه تر تھاکوټ په اي 35 وخت په وخت د باران سلسله روانه ده۔د شورو په ورځ د موټروے پوليس وياند بيان له مخې د باران ترمخه په ټولو ټول پلازو د بريفنګ سلسله روانه ده۔وياند ووئيل د باران په مهال روډ سلپ كيدو په وجه د ګاړو د بے قابو كيدو اندېښنه وي۔ د پېښو څخه بچ كيدو لپاره د باران په مهال دې ډرائيونګ كښې زيات احتياط وكړے شي۔ وياند وګړو ته خواست وكړو چې په داسې موسم كښې د غير ضروري مزل څخه ډډه وكړې ،تند رفتارۍ څخه ځان اوساتې او د وړاندې ګارې څخه مناسب فاصله د نور كله نه زياته ولرې۔ ليکنه چليدنه د صنعت او پيداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسين په مشرۍ كښې د سمال ميډيم انټرپرائز ډويلپمنټ قامي رابطه كمېټۍ 11مه غونډه خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان ګڼو نوموړو لوبغاړو له د سعودي شهريت وركولو منظوري وركړه