اسلام آباد (مانند نیوز ) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د کیپټل روغتون ایمرجنسي بلاك او لیب اپ ګریډ کولو اعلان کولو سره د سي ډي اے چئیرمېن او چیف کمشنر اسلام آباد څخه ماسټر پلان غوښتے دے ۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د شورو په ورځ د کیپټل روغتون دوره وكړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی روغتون كښې د درملنې آسانيو جاج واغست۔ د كورنيو چارو وزیر محسن نقوی ووئيل کیپټل روغتون كښې د آپریشن تھیټرز پشمول د درملنې آسانۍ به زياتولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ایمرجنسي بلاك او واررډ كښې د اخلو رنځورانو تپوس پوښتنه وكړه او هغوې څخه ئې د درملنې اسانيو په اړھ ځان خبر كړو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د ډاکټرانو سره هم ملاقات وكړو او د هغوې د مسئلو په اړه ئې پوښتنه وكړه۔ وفاقي وزير رنځورانو څخه د ويړيا داروګانو او ټیسټ آسانيو په اړه هم پوښتنه وكړه۔ دغسې ده د ډائیلسز یونټ ۔ واټر پلانټ او نور وارډز معائنه هم وكړه او د ډائیلسز کوونكو رنځورانو ریکارډ ئې وكتلو۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د لانډري روم او صفائي صورتحال هم جاج واغست ۔ ده د اېم آر آئی۔ سی ټی سکین۔ ایکسرے او انجیو ګرافی روم څارنه هم وكړه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير میډیکل بلاك كښې د بستر رنځورانو سره ملاقات کښې هغوي څخه د طبي آسانيو په اړه پوښتنه وكړه۔ دغسې وفاقي وزير د ډاکټرانو د اړخه په چیك اپ نه کولو د يوې مشرې د ګيلې نوټس نوټس اغستو سره ایګزیکټو ډائریکټر ته په خپله نګرانۍ كښې د ميرمن د درملنې كولو سپارښتنه وكړه۔د كورنيو چارو وزير ووئيل په 500 كټونو مشتمل دا روغتون به ښه كولې شي۔ د كورنيو چارو وفاقی سیکرټري خرم آغا۔ د سي ډي اے چئیرمېن او چیف کمشنر اسلام آباد محمد علی رندھاوا، ایګزیکټو ډائریکټر کیپټل روغتون هم په دې موقع موجود وو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *