اسلام آباد (مانند نیوز ) د سرکاری سکیم لاندې 26 زره 711 عازمین د حج فرض ادا كولو له سعودي عربستان ته رسېدلي په كومو چې 6 زره 11 عازمين په مدينه منوره كښې 8 ورځې پاتې كېدو څخه وروستو مكې مكرمې ته تلي دي۔ د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې په 9 مئي د پېل شوي حج فلائيټ آپرېشن دلارې تر دې دمه د 109 پروازونو د لارې 26 زره 711 عازمین حج سعودي عربستان ته ورسېدل۔ د غسې د پرائيوټ حج سكيم د لارې سعودي عربستان ته تر دې دمه د رسېدلې عازمينو شمېره 1000 څخه زياته ده۔ د عازمين حج خدمت او انتظاماتو لپاره 336 معاونين په سعودي عربستان كښې موجود دي۔ د پاكستان حج ميډيكل مشن لاندې 116 ډاکټران او پېراميډيكل عمله د حاجيانو په خدمت كښې لګيا ده۔ د وياند له مخې د سعودي عربستان په مرسته تر دې دمه 14 زره څخه زياتو عازمينو د رياض الجنة زيارت كړے دے۔ د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن په مكه مكرمه كښې د حج انتظاماتو په لړ كښې مهم ملاقاتونه كوي او په ذاتي توګه د حج انتظاماتو نګراني كوي۔ ليکنه چليدنه د وزیرِاعظم په کرغزستان كښې د پاكستاني زده كوؤنكو ريسكيو كولو او د هغوي مرسته كولو له وفاقي وزير انجينئر امير مقام ته په سمدستي توګه بشكيك ته د روانيدو هدايت د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی د کیپټل هسپتال ایمرجنسي بلاك او د لیب اپ ګریډ کولو اعلان