لاهور (مانند نیوز ) وفاقي كابينې د اسلام آباد هائي كورټ د 6 ججانو صاحبانو په خط د انكوائري كمېشن تشكيل كولو منظوري وركولو سره پخوانے چيف جسټس پاكستان تصدق حسېن جيلاني د انكوائري كمېشن مشر غوره كړې دې۔ وفاقی کابینې د انکوائری کمېشن د شرائطو (ټی او آرز) منظوري هم وركړه۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د روانې مياشتې په 25 مه نېټه د اسلام آباد هائي كورټ 6 معزز ججانو صاحبانو لخوا د ليكلي شوي خط په مندرجاتو بشپړ غور وكړے شو۔ غونډې ته ووئيل شوو چې د چیف جسټس پاکستان وزیر اعظم سره ملاقات كښې د انكوائري كمېشن تشكيل كول تجويز شوي وو۔ وفاقي كابينې د اسلام آباد هائي كورټ د 6 ججانو صاحبانو په خط د انكوائري كمېشن تشكيل كولو منظوري وركولو سره پخوانے چيف جسټس پاكستان تصدق حسېن جيلاني د انكوائري كمېشن مشر غوره كړو۔ وفاقی کابینې د انکوائری کمېشن د شرائطو (ټی او آرز) منظوري هم وركړه۔ د ټی۔او۔آرز له مخې انكوائري كمېشن به د معزز ججانو صاحبانو په خط كښې د لګولې شويو تورونو كره كتنه كوي او د دې د سم يا ناسمه كېدو تعين به كوي۔ كمېشن ته به دا اختيار هم وي چې هغه د انكوائرۍ په مهال كه ضروري ګڼي نو د كومې بلې معاملې كره كتنه هم كولې شي۔ د كابينې غونډې د معزز ججانو په خط كښې د اېګزېكټو د مداخلت تور نفي كولو سره دا نامناسب وګرځولو۔ د كابينې د غړو متفقه رايې دا وه چې په دستور پاکستان 1973 كښې په مقرر كړې شوې درې رياستي ادارو كښې د اختياراتو د وېش په اصولو كلك باور لرؤ۔ کابینې د وزیراعظم د پرېكړو او تر دې دمه د شوې اقداماتو بشپړه توثيق او ملاټر وكړو ليکنه چليدنه پاكستان به خپلو فلسطيني ورونړو سره ولاړ وي او په هر يو فورم به دوئي لپاره غږ پورته كوي ٬ د صدر مملكت آصف علي زرداري د فلسطين سفير احمد جواد ربيع سره ملاقات متحده عرب امارات ٬ په سركاري ادارو كښې د وړوكي اختر رخصتۍ به تر يوې اونۍ دوام لري