اسلام آباد (مانند نیوز ) صدر مملکت آصف علی زرداری وئيلي دي چې پاكستان به خپلو فلسطيني ورونړو سره ولاړ وي او په هر يو فورم به دوئي لپاره غږ پورته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په پاكستان كښې د فلسطين سفير احمد جواد ربيع سره خبرو كښی وكړه كوم چې د جمعې په ورځ په ايوان صدر كښې ده سره ملاقات وكړو۔ سفیر صدر آصف علی زرداری ته د صدر مملكت منصب په سنبالولو مباركي وركړه۔ ده په غزه كښې د بې ګناه فلسطيني وګړو په ضد د اسرائيلي پوځ په ظلم او زياتي او ترهګرۍ رڼا واچوله۔ فلسطيني سفير سره خپلو خبرو كښی صدر مملكت د فلسطيني اولس د مړانې او د اسرائيلي قبضې په ضد د دوئي د روانو هڅو او ستړو ستائنه وكړه۔ صدر مملكت په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې ټول ركاوټونه لرې كولو سره په غزه كښې د فلسطيني وګړو تحفظ باوري كولو سره غزه ته د بشري مرستې آزادۍ سره رسولو له هڅې وكړي۔ فلسطيني سفير د زده كړو په څانګه كښې د پاكستان د ملاتړ ستائنه وكړه۔ 50 زره څخه زياتو فلسطيني زده كوؤنكو د پاكستان تعليمي ادارو څخه په بېلو څانګو كښې ګرېجوېشن كړے دے۔ ده صدر مملكت ته د فلسطيني صدر محمود عباس سلام هم ورسولو او فلسطيني اولس سره په بشپړه يو والي يۍ د پاكستاني حكومت او اولس مننه وكړه۔ ليکنه چليدنه د مانسهره ډسټركټ ايمرجنسي افسر رېسكيو 1122 د كنټرول روم او سټېشن دوره وكړه د وفاقي كابينې د اسلام آباد هائي كورټ د 6 ججانو صاحبانو په خط د انكوائري كميشن تشكيل كولو منظوري