بيجنګ (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د چين او پاکستان د اولسونو ترمېنځه د خېر سګالۍ جذبات د پخوانۍ دوستۍ او ستراتېژك شراكتدارۍ په لړ كښې د اهميت وړ ګرځولو سره وئيلي دي د دواړو هېوادونو ترمېنځه روابط زياتولو سره به تر نسلونو دا دوستي لا زياته شي۔ نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ سره د چين د کميونسټ پارټي د نړيوالې څانګې د مركزي كمېټۍ وزير ليو جيان چاؤ د زيارت په ورځ ليدلي۔۔ په دې موقع وزيراعظم د پاکستان او چين ترمېنځه د اوږدو او تاريخي اړيكو ذكر كولو سره د چين کميونسټ پارټۍ د پاك چين اړيكو او شريكې همكاري زياتولو لپاره د كردار ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د چين په پرمختګ كښې د کميونسټ پارټۍ د كليدي كردار هم ستائنه وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو د اولسونو ترمېنځه د خېر سګالۍ جذبات په پخوانۍ دوستۍ او ستراتېژك شراكتدارۍ كښې لوي اهميت لري۔ وزيراعظم انوار الحق کاکړ او ليو جيان چاؤ د اولس٬ قانون سازو اسمبليو٬ سياسي پارټو٬ سكالرز٬ ميډيا٬ مېرمنو او د تھنك ټېنكس ترمېنځه روابطو ته په وده وركولو خبرې وكړې٬ دا راوابط به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د راروانو نسلونو تعلق او دوستي باوري كړي۔ ليو جيان چاؤ په دې موقع ووئيل د وزيراعظم د چين دوره د پاكستان او چين ترمېنځه د خاص دوستۍ د روايت عكاسي ده ۔ ده د چين کميونسټ پارټۍ لخوا د پاکستان او چين دوستي لا قوي كولو له د كردار جاري ساتلو د عزم پخلے وكړو ليکنه چليدنه پاکستان خپل ډيټرنس قوي كولو لپاره د ابابيل وېپن سسټم كاميابه تجربه وكړه، آئي اېس پي آر د پاک فوج سربره عاصم منير سره د سري لنكا فوج سربره ليانګي جنرل هيډ كوارټرز كښې ملاقات كړے