پیښور 25 نومبر (مانند نیوز)د فتنه الخوارج ترهه ګرو د شانګله ضلعې الوچ تهاڼې په حدود كښې په جمبل چيك پوسټ د شپې د لويې وسلې سره بريد كښې د څلورو اړخونو لخوا سختې ډزې كړي۔۔د شانګله پوليس وياند له مخې په چيك پوسټ بهادر پوليس افسرانو او ځوانانو د مړانې او پيشه وره مهارت څرګندولو سره د ترهه ګرو د ډزو بشپړ او موثر ځواب وركړوے۔د پوليس او ترهه ګرو ترمينځه د ډزو تبادله نزدې تر يو ساعت روانه وه۔ د پوليس ځوانانو په موثر ځوابي كاروائي كښې ترهه ګر په شا وتنبېدل او د ګڼو ځنكلونو او د شپې په تياره كښې وتښتېدل۔د پېښې اطلاع ترلاسه كېدو سره ايس ډي پي او پورن فضل الهي٬سي ټي ډي ډي ايس پي او د الوچ تهاڼې ايس ايچ او روح الامين د نورې پوليس نفرۍ سره په سمدستي توګه د پیښې ځاې ته راروسېدلېاو د سيمې جاج يې واغست ۔په دې موقع د ډرون سرويلنس د لارې هم د سيمې څارنه وشوه او د ډرون د لارې د ترهه ګرو په ممكنه اډو ګولۍ هم وتوغولې شوې ۔د شانګله ضلعې پوليس مشر پي ايس پي اكرام الله د پوليس افسرانو او ځوانانو په وخت كاروائي٬بهادري او پيشه وره صلاحيتونه ستائېلو سره د هغوي ډاډګيرنه وكړه۔په دې موقع د خېبرپښتونخوا پوليس انسپكټر جنرل او د ملاكنډ ريجنل پوليس آفسر زاهد نواز مروت هم په جمبل چيك پوسټ د تعيناتې پوليس نفرۍ د ځوانانو بهادرې ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي ډاډګيرنې لپاره نغد انعام اعلان كړو۔د شانګله پوليس د اولس د ځان او مال تحفظ او امن او امان لپاره هر ډول حالات كښې خپله وظيفه په بهادرۍ٬عزم او پيشه وره ذمه وارۍ سره ترسره كوي۔پوليس ټوله سيمه په ولقه كښې اغستو سره په لويه پیمانه سرچ اينډ سټرائيك آپريشن پیل كړے دے۔ ليکنه چليدنه صدر مملکت آصف علي زرداري سره د خېبر پښتونخوا ګورنر وليدل د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د پاكستان وړومبې خلا باز محمد ذيشان علي ته په تاريخي خلائي مشن روانېدو مباركي وركړه