چيچه وطني 26 اکتوبر (مانند میڈیا) وزيراعظم مياں محمد شهباز شريف د ساهيوال او چيچه وطني مهمې تعزيتي دورې بشپړولو نه پس بيرته راستون شو۔د  دورې په موقع د وزيراعظم سره د وزيرِاعظم صلاحكار رانا ثنا الله خان، وفاقي وزيران اعظم نذير تارړ او عطا الله تارړ پشمول نور اعلیٰ چارواكي او تنظيمي عهديدار هم موجود وو۔د دورې په مهال وزيراعظم شهباز شريف ضلع ساهيوال او چيچه وطني سره تعلق لرونكو د پاکستان مسلم ليګ (ن) څلورو اروښادو لارښودو ملك نديم کامران،چودھري محمد اشرف، چودھري محمد حنيف او چودھري محمد منير ازهر كورونو ته  په تللو د غمجنو كورنيو سره لاس نيوې وكړې،هغوي سره ئې د يووالي څرګندوني سره  د اروښادو لوړو درجو لپاره دعا اوكړه۔وزيراعظم د غمجنو كورنيو سره غمراز څرګندوكولو  سره ووئيل مسلم ليګ (ن) د خپل مخلص، پخوانو او وفادارو ملګرو قربانۍ او خذمات نه شي هيرولې۔ده ووئېل د هغوي د جمهوريت بقا، د ګوند قوي كولو او سيمي اولس لپاره د قدر وړ خذمات ترسره كړي، كوم چې په زرينو ټكو د ليكلو جوګه دي۔ وزيراعظم د غمجنو كورنيو سره د غمرازۍ او د يووالي څرګندوني كولو سره د اروښادو لوړو درجو لپاره دعا اوكړه۔دغسې د تعزيتي ملاقاتونو او د لاس نيوو دستورو نه پس وزير اعظم مياں محمد شهباز شريف د خپل پلاوي سره بيرته راستون شوے دے ۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *