لاهور۔26اکتوبر (مانند میڈیا) د پاکستان کرکټ ډلې آل راونډر شاداب خان د انګلینډ خلاف څلورم ون ډے میچ كښې تر لاسه کامیابي د خپلې مور او كوردانې په نامه كړه۔ هغه دا کامیابي د خپل ژوند تر ټولو دوو مهمو مېرمنو په نامه كولو سره د ټیم ورک اهمیت هم رامخې ته كړو او د قامي ډلې د لوبغاړو کارکردګي يې وستائېله ۔ د سماجې رابطې په ویب پاڼه ایکس خپل بیان كښې شاداب خان په کامیابۍ د لوي څښتن شکر ادا کولو سره ووئېل دا بريا زما د ژوند د دوو تر ټولو مهمو مېرمنو زما د مور او كور ودانې په نامه ده ۔ د هغه د دې بیان نه ښكاري چې هغه پخپله کامیابۍ كښې د خپلې كورنۍ مېنې ، دعاګانو او مرستې ته اهمیت وركوي ۔ شاداب خان میچ كښې د ډلې په مجموعي کارکردګۍ د اطمینان څرګندونې سره د ملګرو لوبغاړو د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ هغه په خاص توګه د قامي ډلې د فاسټ بولر حارث روف هنم ستائنه وكړه ۔ هغه ووئېل کامیابي په ټیم ورک تر لاسه كېږي د كومې عملي څرګندونه چې حارث روف د وروستي وکټ په همكارۍ سره وكړه۔ ليکنه چليدنه چيچه وطني،وزيراعظم محمد شهباز شريف د ساهيوال او چيچه وطني تعزيتي دوره بشپړه كړه،د مسلم ليګ (ن) ارواښادو لارښودو كورنيو سره لاس نيوې