واشنګټن۔ 21 اكتوبر (مانند نیوز) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ د يوكرېن صدر ولوديمير زيلنسكي باندې زور راوړے چې هغه د روس سره په لوظ نامه كولو جنګ ختم كړي۔ د شنهوا تر مخه تېره ورځ سپينه ماڼۍ كښې حبريالانو ته ده ووئېل مونږ غواړو چې د يوكرېن صدر ولوديمير زيلنسكي لوظ نامه وكړي او كه لوظ نامه نه كوي نو حالات به نور خرابېږي۔ د امرېكې صدر ووئېل مونږ د يوكرېن سره ډېره په لويه پېمانه مرسته كړې ده خو مونږ ته په بدل كښې هيڅ تر لاسه نه شول سوا د ګرانو ډيزلو نه ۔ د امرېكې ټيكس وركوونكې اوس د دغې نه تنګ راغلي دي۔ هغه ووئېل اوس د لوظ نامې كولو وخت دے ٬ روس هم دا معامله ختمول غواړي ۔ د امرېكې صدر دا بيان په يو داسې وخت كښې رامخې ته شور چې د امرېكې خاص استازې سټيونكوف د نهې په ورځ اوسلو كښې د يو كرېن صدر او د اروپائي ائتلاف چارواكو سېره ملاقات وكړو۔ د اطلاعات تر مخه د يوكرېن صدر د اوسلو خبرو اترو نه پس ووئېل دا خبرې اترې معميرې وې۔ ليکنه چليدنه د ګورنر راج او ايمرجنسي په ضد چا هم احتجاج ونه كړو۔عاصمه ارباب عالمګير د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو ته د نړيوال اسلامي پوهنتون لخوا د ډاکټريټ اعزازي ډګري وركړې شوه