اسلام آباد 21 اکتوبر (مانند نیوز) د مالديپ صدر ډاکټر محمد معيزو  ته د اولسي خدمات، اداره جاتي او سماجي و معاشي ترقۍ كښې د دوي په مهم كردار د اسلام آباد انټرنېشنل اسلامك يونيورسټي لخوا په سياسيات او نړيوالو اړيكو كښې د ډاکټريټ اعزازي ډګري وركړې شوه۔ د شورو په ورځ د مالديپ صدر د پاكستان دورې په موقع د انټرنيشنل اسلامك يونيورسټي لخوا د ډاکټريټ د اعزازي ډګرۍ وركولو خاص دستوره وشوه٬  د مالديپ صدر ته دا اعزازي ډګري وزيراعظم محمد شهباز شريف وركړه ۔ په دستوره كښې د وفاقي كابينې غړو او د مالديپ د صدر پلاوي هم ګډون كولو۔ د مالديپ صدر د اسلامي يونيورسټۍ لخوا د ډاکټريټ اعزازي ډګرۍ په وركولو مننې كولو سره ووئيل دا اعزاز يوازې زما لپاره نه دے، مالديپ لپاره هم د وياړ وړ دے، دا اعزاز د دواړو هېوادونو د زوال نه لرونكې دوستۍ علامت دے۔ ده ووئيل شريك احترام او باور د پاکستان او مالديپ د دوستۍ بنيادونه دي۔ د اعزازي ډګرۍ د لارې د مالديپ اولس ته په عزت وركولو هم مننه كوم٬ ده ووئېل د اعزازي ډګرۍ مننې كولو سره سره دا د نوو ذمه وارۍ احساس هم دے٬ د مالديپ صدر د پاکستان حکومت او په خاص توګه د نړيوال اسلامي يونيورسټۍ مننه وكړه۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *