اسلام آباد 20 اكتوبر (مانند نیوز) د پاكستان پيپلز پارټۍ د قامي اسمبلۍ غړي عاصمه ارباب عالمګير وئېلي دي خېبر پښتونخوا كښې دا مهال امن دے، خېبر پښتونخوا كښې د ګورنر راج او ايمرجنسي په ضد چا هم احتجاج ونه كړو۔د نهي په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل خېبر پښتونخوا كښې د ګورنر راج او ايمرجنسي نفاذ ښه اقدام دے، اولس د دې هركلے كړے،د خېبر پښتونخوا اولس د 13 كلونو راهسې د مسئلو ښكار ؤ، په ماضي كښې د هغوي د مسئلو حل لپاره ھيڅ هڅي نه دي شوي، زمونږ به صوبه كښې امن دے او پوځي ځوانانو ته د ګلونو هارونه ورپغاړه كيږي ليکنه چليدنه پاکستان د سېلګرۍ بلها موقعې لرونكې ښکلی او زړه راښكونكې هېواد دې: د وېتنام سفير فام آنه توان