اسلام آباد   (مانند نیوز) وړومبۍ ميرمن بي بي آصفه بھټو زرداري او د مالدیپ وړومبۍ ميرمن ساجدہ محمد  د ميرمنو خپلواكه كول،د ځوانانو پرمختګ او د اولسي رابطو وده د پاکستان او مالدیپ د دوه اړخيزه اړيكو مهمې ستنې وګرځولې۔د شورو په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې په ایوان صدر كښې د مالدیپ وړومبۍ ميرمن ساجدہ محمد  سره د ملاقات په مهال بي بي آصفه بھټو زرداري هيله څرګنده كړه چې د پاکستان  لخوا  تود هر كلے  او په زړه پورې ميلمستيا به ستاسو دوره يادګاري جوړه كړي او د دواړو هېوادونو ترمينحه ملګرتيا، شريك احترام،  اقدار او د اسلامی اخوت پخوانۍ خپلولي به لا قوي شي۔وړومبۍ ميرمن د تعلیم، روغتيا ، كلتور،  د ځوانانو پرمختګ او د اولسي كچې تبادلو په څانګو كښې په زياته شوې دوه اړخيزه مرسته د اطمینان څرګندونه وكړه۔ دي ووئيل د دواړو هېوادونو د ميرمنو په اولسي ژوند كښې ګدون زياتولو او د هغوي د تعلیم لپاره زياتو موقعو پیدا کولو عزم كښې شريك يو۔دي په خاص توګه فنی تربیې، د قیادت صلاحیتونو وده او  د معاشي خپلواكۍ د لارې د ميرمنو خپلواكه كولو په اهميت زور راوړو۔بي بي آصفه بھټو زرداري د مالدیپ وړومبۍ ميرمن پیشه وره مزل ستائيلو سره د مالدیپ فوډ اینډ ډرګ اتھارټي كښې د هغې قائدانه کردار او  د کورونا وباء په مهال د روغتيا څانګه كښې د هغې خدمات ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔په دې موقع بي بي آصفه بھټو زرداري د يووالي څرګندوني او برېسټ كينسر په اړه خبرتيا ته ودي وركولو لپاره د مالدیپ وړومبۍ ميرمن او د هغي د پبلاوي غړو له ګلابی ربن وركړو۔د مالدیپ وړومبۍ ميرمن سره د روغتيا وزیره  ګیلا علی هم موجود وه۔ملاقات كښې د تعلیم و پیشه وره تربيې وزیر مملکت وجیهه قمر، سینیټر روبینه خالد او د قامي اسمبلۍ غړي شازیه مری هم موجود وې۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *