اسلام آباد 19 اکتوبر (مانند نیوز) پاکستان كښې د وېتنام سفير فام آنه توان وئيلي دي چې پاکستان كښې د سېلګرۍ ودې لپاره بلها موقعې موجود دي، ښائسته نظارې او مېلمه دوست خلق ډېر متاثر كړې يم٬ پاكستان مې د بهرنيو تاثراتو نه ډېر زيات مختلف وليد۔ دا خبره ده اے پي پي سره كړې۔ سفير ووئيل چې زه په وړومبي ځل پاکستان ته راغلے يم او پاكستان ته په رارسېدو راته په زړه پورې تجربه وشوه۔ ده ووئيل د پاكستان اولس ډېر مېلمه دوست دې، دلته راتلو نه وړاندې زې په افريقه كښې تعينات وم چې كله مې دلته تقرري وشوه نو ما د پاکستان په اړه زيات معلومات ترلاسه كړل او په دې لړ كښې مې مطالعه وكړه۔ د ويتنام سفير ووئيل د دې نه وړاندې زما په ذهن كښې د امنيت پشمول يو شمېر سوالونه ٶ خو دلته د پاتې كېدو په مهال د خلقو مېلمستيا ډېر متاثره كړم٬ دا خلق پراخا زړونه لري۔ ده ووئيل يو بل څيز زه ډېر متاثره كړم او ھغه د پاكستان ښائسته نظارې دي٬ ما د هنزه، ګلګت، سکردو او د سوات پشمول د پاكستان د ځېنې سيمو دوره كړې او زه دا ګڼم چې دلته ډېر زړه راښكونكې او متنوع مناظر دي او دا هم ګڼم چې په پاكستان سېلګرۍ ته د ودې وركولو بلها موقعې لري۔ ليکنه چليدنه مهمي سرکاري ودانۍ به د بريسټ کينسر په اړه د خبرتيا كمپائن “پنکټوبر” په لړ كښې نن او سبا په ګلابي رڼاګانو منور وي د ګورنر راج او ايمرجنسي په ضد چا هم احتجاج ونه كړو۔عاصمه ارباب عالمګير