اسلام آباد (مانند نیوز) د قائداعظم يونيورسټي د نېشنل انسټيټيوټ آف پاکستان سټډيز (نپس) ډائريکټر پروفېسر ډاکټر حسن الامين د يونيورسټي آف سوات وائس چانسلر ټاكلے شوے دے۔ د خېبر پښتونخوا د صوبائي حكومت لخوا د جاري اعلاميه له مخې د دوي تقرري د خېبر پښتونخوا يونيورسټيز اېکټ 2012 له مخې څلورو كالو لپاره شوې ده۔ پروفېسر ډاکټر حسن الامين په نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ، قائداعظم پوهنتون، نړيوال اسلامي پوهنتون او د آئي آر ډي پشمول په بېلو پوهنتونونو كښې تدريسي و انتظامي خدمات تر سره كړې دي٬پروفېسر ډاكټر حسن الامين په نړيواله كچه د امن و شخړو په خاص توګه سوئيلي اسياء او په مېنځني ختيز كښې د اسلامي سماجي تحريکونو، مذهبي آزادو، نيو لبرل عالمګيريت او د سياسي سماجيات په اړه خپله پېژندكلو لري ليکنه چليدنه د سېنېټ چيئرمېن د بهر دورې په مهال به سېدال خان ناصر د لنډ مهاله چيئرمېن ذمه وارۍ ترسره كوي