اسلام آباد۔(مانند نیوز) صدر مملكت آصف علي زرداري د خېبر پښتونخوا په بېلو سيمو كښې د خارجيانو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د اتوار په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې صدر مملكت په پاك افغان پوله د دراندازۍ هڅه كوونكو خارجيانو خلاف په كاميابو كارروائيو كولو د امنيتي ځواكونو پېشه ور صلاحيتونه وستائل او په مؤثر او فوري عملياتو يۍ د اطمينان څرګندونه وكړه۔ صدر مملكت ووئيل بهرنې ملاتړ لرونكي فعاله ترهګر عناصر به خپلو ناوړه ارادو كښې ناكامه كولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان د پولو دفاع او د ترهګرۍ بشپړه خاتمه لومړۍ ترجيح ده۔ صدر مملكت په افغان عبوري حكومت زور راوړو چې خپله خاوره ترھګرۍ لپاره كارول كېدو له ورنكړي۔ ليکنه چليدنه د سعوي عرب په ګڼو سيمو كښې د 5 نه تر 9 ستمبر د باران امكان دے