رياض۔ (مانند نیوز) د سعودي عرب په ګنو منطقو كښې د 5 ستمبر نه تر 9 ستمبر  د برېښنا پړق پړوق سره د باران امكان دے ۔ د اردو نيوز تر مخه  د سعودي عرب د موسميات قامي مركز وئېلي دي  د 5 ستمبر نه تر 9 ستمبر په جازان ٬ عسير او الباحه منطقو سره د مكې  په غرئيزو سيمو كښې  د درميانې درجې  شديد باران متوقع دے ٬ دغسې د ګل او نهې په  په ورځ جازان او عسير كښې به  تر ټولو زيات باران كېږي۔  نجران  او  رياض منطقه كښې په ګنو سيمو كښې  د نري باران امكان دے۔  دغسې د باران سره د ږلۍ ٬  د 60 كلوميټره د يو ساعت په رفتار د سيلۍ او په ساحل  د غټو چبو راتللو هم خبردارے وركړے شوے دے۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *