اسلام آباد (مانند نیوز) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي د فضائیه په ورځ د زړه ورو بازانو مړانې ، پیشه وره پوهې او ناقابلِ تسخیر جذبې ته سلام كوو۔د ګل په ورځ د سماجې رابطې په ویب پاڼه ایكس خپل يو پوسټ كښې ده ووئيل ستمبر 1965ء كښې د پاكستان فضائي حدود دفاع نه تر مئي 2025ء د معركهٔ حق په مهال تر پريكړه كنده ځواب، پاك فضائیه د خپلې بهادرۍ، پیشه وره پوهې او قربانۍ د وياړ وړ خپل روایت برقرار ساتلے دے۔ غیر معمولي چمتوالي ٬ جدید ټیكنالوجۍ كښې پوهې او د پاك پوځ نور سروسز سره د ښې همغږۍ د لارې پاك فضائیه بيا بيا ثابته كړې چې د هر چیلنج مقابله كښې د پاكستان د خپلواكۍ دفاع كولو بشپړ صلاحیت لري۔وزیراعظم ووئيل مونږ خپلو شهيدانو ته د عقیدت پيرزوئنې وړاندې كوو،د كومو عظیمې قربانۍ به چې عمر له د قام د يادونو برخه وي۔ده ووئيل ټول قام په پاك فضائیه وياړ لري۔ ليکنه چليدنه صدر مملكت د خېبر پښتونخوا په بېلو سيمو كښې د خارجيانو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې