اسلام آباد (مانند نیوز) د اطلاعاتو او خپرونو وزارت فيكټ چيكر په سوشل ميډيا د پاكستاني بندر ځايونو په عارضي توګه بندش سره اړوند ګردش كوونكې نوټيفيكيشن جعلي ګرځولے دے۔ د اطلاعاتو وزارت فېكټ چېكر لخوا د زيارت په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ’’اېکس‘‘ (X) جاري كړې شوي بيان كښې وئيلې شوي چې په سوشل ميډيا ګردش كوونكي نوټیفکېشن كښې ادعا شوې چې کابینې ډویژن د امنيتي وضعې له امله په پاكستان كښې د ټولو بندر ځايونو داخلي لارې د روانې مياشتې تر 10 مې نېټې په عارضي توګه د بندولو امر كړے دے۔ ياد شوے نوټیفکېشن بې بنسټه دے ٬ په دې اړه د كابينه ډويژن يا د بحري چارو وزارت لخوا كومه حكم نامه جاري كړې شوې نه ده۔ ليکنه چليدنه پارليماني مشرانو ته علاقائي حالاتو انمره بریفنګ د روسیې مداخله، پر ایران برید، د دریمې نړیوالې جګړې امکان، اروپا هم ویجاړیدای شي؟