اسلام آباد  (مانند نیوز) وزيراعظم محمد شهباز شريف د اردن پشمول د منطقې هېوادونو سره د پاكستان د يووالي پخلے ٬ د امن بحالۍ او استحکام ودې لپاره په مقصد لرونكي مکالمے زور ٬ د پاکستان د اړخه د مكمل مرستي باور وركړو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د اتوار په ورځ د اردن فرمانروا عبداللہ دوم ابن الحسين سره ټيلي فوني تماس نيولې چې پكښې د سيمي په تندۍ سره په بدل شوې صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوي۔د وزير اعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې دواړو لارښودو د سيمي په اوسني تاؤ ترېښوالي تفصيلي خبري اتري وكړي كوم چې په ايران د اسرائيلي بريد نه پس نور شدت شدت اختيار کړې او د كوم په نتيجه كښې چې اردن او نور هېوادونه هم په نښه شوي۔ وزيرِاعظم په اوسني صورتحال د پاکستان د تشويش څرګندوني سره زور راوړو چې سيمه كښې د امن و استحکام تحفظ لپاره په سمدستي توګه تحمل، تاؤ ترېښوالي كمولو او مقصد لرونكي مکالمے ته اړتيا ده۔ وزيراعظم په دې سخت وخت كښې اردن پشمول د سيمي نورو هېوادونو سره د پاکستان د بشپړه يووالي څرګندوني پخلے وكړو۔ دواړو لارښودو په سيمه ايز پيش رفت نزدې رابطه او مشاورت روان ساتلو ته سلا شول۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *