لاهور (مانند نیوز)د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمين او د نېشنل پېغام امن كمېټۍ كوآرډينيټر حافظ طاهر محمود اشرفي وئېلي دي د افغانستان په باجوړ كښې په جوماتونو او مونځ كوونكو بريد د اسلام او انسانيت دواړو په ضد سنګين جرم دے٬دا ترهه ګري ده جهاد نه ٬ بلكې ښكاره فساد دے٬افغانستان نه د شريعت احترام كوي او نه د اسلامي هېوادونو خبره مني٬داسې عناصر مجاهد نه بلكې قاتلان دي٬ ده ووئېل د پاكستان د سلامتيا په معامله ټول قام د پاك پوځ ځواكونو سره ولاړ دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په خطبه كښې د ترهه ګرۍ په موضوع خطاب كولو په مهال كړې۔ده ووئيل باجوړ كښې په جوماتونو او مونځ كوونكو بريد ښكاره ترهه ګري ده٬د دې چې څومره هم غندنه اوشي لږه ده۔ده ووئيل ترهه ګري جهاد ګرځول د اسلامي تعيمات په ضد فعل دے او دا ټول فساد دے۔ده ووئيل چ د پاكستان بنياد په كلمه طيبه قائم دے او د دې سلامتيا د هر پاكستاني ذمه واري ده۔ده ووئيل سياسي مشرتابه د قامي سلامتيا په معاملات يو موټے دے ليکنه چليدنه د خېبر پښتونخوا حکومت د عمران خان لپاره خوشي كولو فورس جوړوي خو د ترهه ګرو په ضد خبره نه كوي۔خواجه آصف پر ایران د امریکا برید، ایراني جوب کي په قطر، متحده عربي اماراتو، کویت، بحرین، اردن او سعودي کې د امریکا پر اډو بریدونه کړي