کوئټه () وزيراعظم شهباز شريف په يوه ورځنۍ دوره كوئټه ته رسېدلے دے ۔ په كوئټه ائيرپورټ د بلوچستان وزيراعلی سرفراز احمد بګټي وزيراعظم ته هركلے اووې۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف به كوئټه كښې زياته مصروف ورځ تېروي۔ هغه به كوئټه كښې سياسي مشرتابه سره ملاقات كوي او په بلوچستان كښې به د دانش سكول ٬ نېشنل هائي وے N-25 او نورو پرمختيائي منصوبو د بنياد تيګې اېښودو پشمول د يو شمېر نورو منصوبو پرانسته كوي۔ نائب وزیراعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار، وفاقی وزیر احسن اقبال او د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق هم وزيراعظم سره ملګري دي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *