ګړھي خدا بخش (مانند نیوز) وړومبۍ مېرمن او د قامي اسمبلۍ غړې آصفه بھټو زرداري په ګړھي خدابخش كښې د شهيدې بينظير بھټو په مزار حاضري كولو سره فاتحه خواني وكړه ۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جمعې په ورځ د جاري بيان له مخئ آصفه بھټو زرداري د قائد عوام شهيد ذوالفقار علي بھټو په مزار هم حاضري كولو سره فاتحه خواني وكړه ٬ په دې موقع آصفه بھټو زرداري د شهيد مير مرتضيٰ بھټو او شهيد مير شاهنواز بھټو په مزارونو د ګلونو څادرونه وغوړول۔آصفه بھټو زرداري د جمهوريت شهيدانو په مزارونو د اولس خوشحالۍ او د هېواد سلامتيا لپاره دعاګانې هم وغوښتلې ليکنه چليدنه چین كښې د سكرو په کان كښې پیښه ، 4 كسان مړه ، 3 بې دركه پاك پوځ هند ته په مېدان جنګ كښې ماتې وركړے٬ دا د ټول قام او پاكستان بريا ده۔ بلاول بھټوزرداری