دبئی۔(مانند نیوز) د اېشين كركټ كونسل صدر محسن نقوي په مشرۍ كښې په اے سي سي هېډكوارټر كښې خاص غونډه وشوه په كومه كښې چې ايشيائي كركټ ته په ودې وركولو ٬ د ټورنامنټس په كولو او د سباؤن په منصوبو غور وكړے شو۔ د غونډې په مهال د ايشيا كپ انډر 19 ټورنامنټ په غوره انتظامات د اېشین کرکټ کونسل لخوا د منتظمينو مننه وكړې شوه۔ محسن نقوی د ټورنامنټ په كاميابۍ سره په تابيا كولو د اے سي سي ټولې ډلې له مباركي وركولو سره ووئيل دې ايونټ د آسيا په كچه زلمو لوبغاړو ته د خپلو صلاحيتونو څرګندولو غوره موقع وركړه۔ په غونډه كښې د اېشيا كركت معيار لا ښه كولو له د سټېټ آف دی آرټ هائي پرفارمنس سنټرز جوړولو مهمه پرېكړه وشوه او د عصري آسانيو لرونكي پرفارمنس سنټرز جوړولو رسمي منظوري وركړې شوه۔ په غونډه كښې ووئيل شول هغه اېشيائي هېوادونه كوم چې د دې نوعيت آسانۍ نه لري هغوي به په ترجيحي بنيادونو دې عصري كركټ آسانيو څخه استفاده وكړې شي۔ د اے سي سي صدر محسن نقوي ووئيل د هائي پرفارمنس دائره كار به په ورو ورو پراخه كولې شي دغسې چې زياتو نه زيات كركټران عصري آسانيو څخه ګټه پورته كړي او په منطقه كښې د كركټ معيار د نړيوالې كچې له مخې كړے شي۔ په غونډه كښې د بنګله دېش كركټ بورډ صدر امېن الاسلام ٬ د افغانستان كركټ بورډ چيئرمېن ميروېس اشرف او د اېمرېټس كركټ بورډ عمومي سېكرټري مبشر عثماني په شمول نورو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔د غونډه په پايه كښې د اېشيائي كركټ ګډ هدفونه سر كولو له د همكارۍ په لا مضبوطولو اتفاق وكړے شو۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *