اسلام آباد  (مانند نیوز) سياسي چارو لپاره د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء الله خان او د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د مسلم ليګ (ن) د پوليټيکل کميټۍ غونډه شوې۔ د نهې په ورځ د جاري بيان له مخې په غونډه كښې د مسلم ليګ (ن) آزاد جمو و کشمير صدر او اپوزيشن ليډر شاه غلام قادر، پخواني وزيراعظم راجه فاروق حيدر خان، جنرل سيکرټري چوهدري طارق فاروق، مرکزي نائب صدر ډاکټر نجيب نقي، سينئر نائب صدر مشتاق منهاس، د اطلاعات سيکرټري بيرسټر افتخار ګېلاني پشمول نورو مشرانو ګډون وكړو۔ په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل د آزاد کشمير پرمختګ او ځائي اولس ته سهولتونه رسول د مسلم ليګ (ن) د منشور برخه ده ، مسلم ليګ (ن) د آزاد کشمير قيادت دې د ګوند په منظم او فعاله كولو كښې بشپړ كردار ولوبوي٬ په دې لړ كښئ به د پاکستان مسلم ليګ (ن) قيادت بشپړه مرسته كوي۔ ده ووئيل د مسلم لیګ (ن) قائد نواز شریف په مشرۍ كښې به مسلم لیګ (ن) په آزاد کشمیر كښې په راتلونكې ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوي ځكه چې هم دا ګوند دے كوم چې د اولس د مسئلو د حل كولو بشپړ صلاحيت لري۔ ده ووئيل وزیراعظم شهباز شریف د آزاد کشمیر په پرمختګ كښې خاص خوښي لري۔ ده ووئيل وفاقي حکومت به په آزاد جمو و کشمیر كښې د تعمیر و ترقۍ عمل تندولو كښې هر ډول ممكن مرسته روانه ساتي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *