كوالالمپور (مانند نیوز)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني كوالالمپور كښې دريم ګلوبل مسلم بزنس فورم 2025 ته خطاب كښې د اسلامي نړۍ ترمينځه اقتصادي مرستې٬اختراع او شريك پرمختګ مهم ضرورت ګرځولے دے۔د سينيټ چيئرمېن په خپل خطاب كښې ووئېل اسلامي نړۍ له تر محض بيانات محدود پاتې كېدو په ځاے عملي او مربوط معاشي حكمت عملي خپلول پكار ده دغسې چې تجارت٬سرمايه كاري او صنعتي پرمختګ له نوې لارې پرانستلې شي۔ده زور راوړو چې شريكو پروژو٬ د ټېكنالوجۍ تبادلې او كاروباري مرستې د لارې اسلامي هېوادونه خپل اجتماعي صلاحيت په بشپړ انداز كارولې شي۔په دې موقع فورم كښې د انډونېزيا څخه پروفيسر دين شام الدين٬د برتانيې څخه سراقبال سكريني٬ د اسلامي چيمبر آف كامرس٬انډسټري اينډ ټېكنالوجي ډاكټر وائل٬مائيكل ډاتو اقبال او سرواك ډپټي پريميئر داتو امات حاجي اوانګ پشمول نړيوالو مهمو شخصياتو ګډون وكړو ۔سيد يوسف رضا ګېلاني اسلامي مالياتي نظام٬فن ټيك او پائيداره سرمايه كارڅي د اسلامي نړۍ كښې معاشي استحكام او پرمختګ مهمه ذريعه وګرځوله ۔ده ووئيل جديد ټېكنالوجي او اختراعات نه بغېر تل پاتې معاشي پرمختګ ممكن نه دے٬ځكه اسلامي هېوادونو له د تحقيق او پرمختګ زيات پام كول پكار دي۔ده د ملائېشيا كاروباري جطسانو له د اسپيشل انويسټمنټ فسیلیټیشن كونسل(ايس آئي ايف سي)د لارې پاكستان كښې سرمايه كارۍ او شريكو پروژو بلنه وركړه ۔د سينيټ چيئرمېن د خپل خطاب په اختتام په دې خبره زور راوړو چې اسلامي نړۍ له تر محض بيانات محدود پاتې كېدو په ځاے عملي او مربوط معاشي حكمت عملي خپلول پكار ده ۔د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان يوقوي٬مستحكم او خوشحاله اسلامي نړۍ جوړولو لپاره خپلو شراكتدارو هېوادونو سره په هره كچه مرستې لپاره چمتو دے۔ده ووئيل شريك اتحاد٬شريك وژن او عملي مرسته د اسلامي نړۍ معاشي خود كفالت او په نړيواله كچه د يو قوي مقام يواځنۍ لار ده۔ ليکنه چليدنه محسن نقوی ډيره بګټي كښې د سيكيورټي فورسز په كامياب كارروائي پيرزوئنې وړاندې كړي پختونخواہ کې د قانون او نظم حالت خراب شوی، ځوانو ډاکټرانو د پیښور لویه لاره بنده کړې ده