اسلام آباد (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار سينيټر رانا ثناء اللہ وئيلي پي ټي آئي سره د خبرو اترو امکان ختم شوے دے، فساد، تشدد يا انتها خوښي سوچ حمايت کونكو سره خبري اتري نه كيږي۔د خالي په ورځ يوه مركه كښې ده ووئيل زمونږ په قومي خپلواكۍ او وقار كومه ي سمجھوته نه شي كيدے۔مونږ د خبرو اترو هركلے كوو خو زمونږ پريكړې د قومي ګټو او بنيادي اقدار تحفظ په اړه وي۔ده ووئيل پاکستان تحريك انصاف (پي ټي آئي) معني لرونكي خبرو اترو مهمه موقع ضائع کړې ده۔ده ووئيل تشدد، افراتفري يا انتها خوښې نظريات خپرونكو كسانو يا ډلو سره خبري اتري نه كيږي او حکومت د قومي استحکام تحفظ لپاره لوظي دے۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف په پارليمنټ كښې پي ټي آئي له د خبرو اترو كولو باضابطه بلنه وركړې وه او وزيراعظم نه هغه وړانديز بيرته اخستې او نه بيرته اخستلو كومه اراده لري۔د يوې پوښتني په ځواب ده ووئيل حقيقي جمهوريت كښې تعطل نه وي، خو خبري اتري عمر له سمه لاره وي۔ده ووئيل د پي ټي آئي موجودہ رويه او پروپيګنډا د هغه اصول خلاف ورزي ده او دغه به زغملے نشي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *