اسلام آباد (مانند نیوز) د مذهبي چارو سيكرټري ډاكټر عطاﺀ الرحمن وئيلي دي چې قرآن حكيم ژوند تېرولو له يوه بشپړه تګلاره وړاندې كوي۔ اولنۍ حسن قراﺀت نړيواله مقابله كول پاكستان لپاره يو درناوې دې۔ د ګل په ورځ د نړيوالې حسن قراﺀت مقابلې پرانستې دستورې ته خپل خطاب كښې ده ووئيل د نړيوالې حسن قراﺀت مقابلې دا اجتماع زيات تاريخي اهميت لري۔ د دې د اهميت لوے سبب قرآن مجيد دے ٬ دا آخري كتاب دے كوم چې ژوند تېرولو له يوه بشپړه تګلاره وړاندې كوي۔ د دې مقابلې په كولو كښې چې كومو شخصياتو د مذهبي چارو وفاقي وزير سره مرسته كړې مونږ د هغوي مننه كوو۔ ده ووئيل په دې مقابله كښې د نړۍ 40 هېوادونو څخه قاريان صاحبان برخه اخلي۔ دا د خپل نوعيت اولنے پروګرام دے۔ كه پاك پروردګار ته منظور وي دا لړۍ به دغسې روانه ساتلې شي او د قرآن حكيم خدمت حوالې سره به دا پروګرامونه دوام لري۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *