اسلام آباد۔(مانند نیوز) وفاقي وزير او د مسلم ليګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئر امیر مقام د مسلم ليګ (ن) چارسدې دوهم صدر بار خان عمرزئي په مړينه د ژور غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ په خپل بيان كښې انجینئر امیر مقام ووئيل چې بابر خان عمرزئي د ګوند يو مخلص او صلاحيت لرونكے لارښود ؤ٬ د هغه ناڅاپي په حق رسېدو سره نه يوازې مسلم ليګ (ن) بلكې ټول تنظيم نه ترسره كېدونكي زيان سره مخ شوے دے۔ ده ووئيل د بابر خان عمرزئي خذمات به تر اوږدې مودې ياد ساتلې شي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې بابر خان عمرزئی ګلیات، اېبټ آباد كښې ژورے كندې ته د پرېوتو په نتيجه كښې په حق رسېدلے ؤ۔ ليکنه چليدنه پښتونخوا بار کونسل نتیجې، ملګري وکیلانو له ۲۸ سيټونونه ۱۳ ګټلې هند په سمندر كښې د يو بل فالس فليګ اپرېشن چمتوالے نيسي٬ هند دې ځان پوهه كړي دا ځل به ځواب د وړاندې نه زيات سخت وي، د پاکستان ون پوائنټ ايجنډا، افغان خاوره دې د پاكستان خلاف ونه كارولې شي۔ د آئي اېس پي آر ډي جي ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري