پېنډۍ۔ (مانند نیوز) امنيتي ځواكونو د بلوچستان كوئټه او كېچ ضلعو كښې د دوو بېلو كارروائيو په مهال د فتنة الهندوستان 18 ترهګر وژلې دي۔ د آئی اېس پی آر لخوا د جاري شوي بيان له مخې په بلوچستان كښې د 28 او 29 اكتوبر منځومانۍ شپه كښې په دوو بېلو انټېلی جنس بېسډ آپرېشنز كښې د هندي پراكسي فتنة الهندوستان 18 ترهګر ووژل شول۔ اولنے آپرېشن د كوئټې ضلعې په چلتن غرونو كښې وكړے شو چرته چې د فائرنګ په تبادله كښې هندي سپانسرډ 14 ترهګر مړه كړې شول۔ دويمه كارروائي د كېچ ضلعې په بليد سيمه كښې وكړې شوه چرته چې د ترهګرو يو پټ ځايې په نخښه كړې شو۔ په دغه كارروايۍ كښې 4 ترهګر ووژل شول۔ په دواړو كارروائيو كښې وژل شوې ترهګرو څخه درنه وسله او نور چاؤدېدونكي توكي برآمد كړې شول۔ وژل شوي ترهګر د ترهګرۍ په يو شمېر كارروائيو كښې ككړ وو۔ په سيمه كښې د لټون عمليات روان دي دغسې چې كوم هم هندي پراكسي فتنة الهندوستان سره تړون لرونكې ترهګر ووژل شي۔ د آئی اېس پی آر له مخې د امنيتي ځواكونو او قانون نافذ كوؤنكو ادارو لخوا د نېشنل اېكش پلان لاندې د ترهګرۍ مخنيوي مهم بشپړ قوت سره روان دے چې مقصد يۍ هېواد څخه د بهرني سپانسرډ ترهګرو ختمول دي۔

By Admin

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *